عزيزاحمد خوارمل

   

په افغانستان کې دامریکا ،دناټواود ایساف دځواکونو په شته والی کې  زموږپه ګران هیوادکې تاوتریخوالی  اوکړکیچ مخ پرزیاتیدو دی :

په داسې حال کې چې دامریکا نوی جمهور رئیس بارک  اوباما دافغانستان او پاکستان کړکیچ اوامنیتی حالت یې دخپل بهرنی سیاست لومړیتوب اعلان کړی ،په افغانستان کې د خونړیو تاوتریخوالو زیاتیدل دامریکا د سیاسي او پوځي ټولنو اندیښنې اوانګیرنی یې رامنځته کړیدی .              
په افغانستان کې دامریکايي ځواکونوقوماندان پیت جانسن وویل :دسږکال دهوادموسم د ښه کیدو سره په دغه هیواد کــې دترهګرو یرغـــلونه هم دجـنورې اوهم دفبرورې په دووتیرومیاشتو په بهیرکې  کې دیرش فیصده(
۳۰٪ )زیاتوالی  یې درلود .اوهمدارنګه په عین حال کې دافغانستان دامنیتی حالاتوپه اړه دکاناډا لومړي وزیر استفن هارپر هم په دې وروستیوکې وویل، بهرنۍځواکونه په افغانستان کې نه بریالي کیږي .          
که څه هم دلمړی وزیر دغه څرګندونې دناټو دجګپوړوچارواکو دحیرانتیا سبب وګرځیدی خو په کاناډا کې دغه پوښتنه مطرح اورامنځته کیږي ، که لومړي وزیر استفن هاپر په حقیقت کې باوري دی چې په ا فغانستان کې نه بریالي کیږي ،نوبیاولې په افغانستان کې د کاناډادپوځي شتون پرسر ټینګار کوي ؟ . 
که څه هم دکاناډا حکومت د ناټودغیر اروپايي هیواد په توګه  یې هڅه کړې چې په افغانستان کې د امریکا سره په ملګرتیا کې په دې سازمان  کې دامریکا د موقعیت د کمزورتیا خنډونه ګرځې چې اوسمهال سیاستونه یې د ناټو داروپايي غړیوهیوادونو د نیوکو سره مخامخ سويدي .  
سربیره پردی خو داهسې ښکاري چې دکاناډا حکومت هم دې نتیجې ته رسید لی چې په افغانستان کې دامریکا سیاستونه نور نو ددغه هیواد وناامنیو او وکړکیچ ته ځواب نه سي ورکولي.
د
۲۰۰۹ م کال د پیله څخه راپه دی خواپه افغانستان کې دنا امنیو دزیاتیدو په اړه د امريکا دپوځي قوماندانانو څرګندونې د دې کبله دغور وړ ګرځیدلی د ي چې امریکا او دناټو اروپایي هیوادونه هڅه کوي چې دافغانستان په اړه یوبل نړیوال کنفرانس رامنځته کړی او پرانیزی .
دهمدې کبله په افغانستان کې دامریکا پر سیاستونوګوتنیونکي هیوادونه ،او حتی دامریکا ځینې پوځي قوماندانان هڅه کوي چې ددغه هیواد دنوي حکومت  وجګپوړی چارواکوته  قناعت ورکــــړي چې دافغانستان اوسنی کـــړکیچ اوکشالـــه یوازی دپوځي لاری حل کیدی نه سي او په ا فغانستان کې دپوځي ځواکونودزیاتولو پروګرام هم ددغه هیوادستونزې نه سي کولای چې دمنځه یوسي .        
امریکا کابو(
۸ ) اته کاله وړاندې د هغه چارواوکړنو په  وړاندی په مبارزې کې چې دترهګرو ډلو فعالیتونه بلل کیدل،پر دغه هیوادباندی یې  یرغل وکړاودطالبانووواکداری ته یې  دپای ټکې کښیښود،مګرڅه موده وروسته دطالب وسلوال ډلی بیا سمبال سول جنګ جګړی مخ پرډېریدوسو،غلچکی اودځانمرګی یرغلونه په پراخه ډول سره رامنځته سول  دافغانستان ددولت  دملی اردو اودملی پولیسوپرځواکونواودامریکایی اوناټواوایساف پرځواکونوباندی خونړی  یرغلونه  زیات سول  .          
خوسربیره پردادونی کورنۍ اوبهرنۍ ځواکونوباندی تردا اوسه پوری  نړيوالو نه یواځې ددغو ډلو ، دله منځه وړل یې ولید بلکی په دی ډول  په افغانستان کې دترهه ګرو ډلو بیرته رامنځته کیدل یې په خپلو سترګوسره وینی  چې دغه کړنی همدا اوس د ناامنیو دزیاتیدو سبب ګرځېدلی  دي .                
دهمدې کبله په ا فغانستان کې په سلوکې ددیرش فیصده(  
۳۰ ٪ ) دتاوتریخوالی  دزیاتوالی  په اړه دپیت جانسن څرګندونې ترهرڅه زیات په دغه هیوادکې دامریکا دماتې اودناکامی ښکارندوی دي  .   امریکا اوناټو اوسمهال کابواتیا(۸۰) زره پوځي ځواکونه په افغانستان کې لري چې امریکا دغه کمیت اوسترواک اوپه مډرونووسایلوسمبال ځواکونه د ناامنیوپه وړاندی  په مبارزه اوجګړه کې لږشمیر بولي ،د همدې کبله بارک اوباما امروکړ چې( ۱۷ ) اولس زره نور سربازان و افغانستان ته ولیږی ،خو دناټو غړیو هیوادونه په دی هیواد کې دنوروپوځي  ځواکونود زیاتیدو  سره مخالف دي .

دسیمی دسیاسي چارودڅیړونکو په باور دافغانستان ریالسټیک واقعیتونه څرګنده وي  چې ددغه هیواد دکړکیچ اوداوسنی کشالې حل تر هر څه زیات په افغانستان کې د امریکا اودناټودغړیوهیوادونودغلطو سیاستونواواستراتیژی  و بدلون او اصلاح ته ا ړتیا لري .                
ځکه چې دزیاتوملکي اوغیروسلوالوخلکو وژنه ،دمخدره موادواونشه ایزو ټوکو قاچاق،او دترهګرو ډلو بیرته رامنځته کیدل په افغانستان کې د ناټو اود امریکا د پوځي شتون ددوام پایلې اودافغان اولس بی ځایه زوره ونی ،پرخپل سردکورونوتلاشی ،دقومی مشرانوکشولواوبیول ،اویو شمیر نوری چاری دی چې دافغانستان اکثریت خلک او اولسونه دبهرنی ځواکونوددی کړنوڅخه راضی ندی ناراضه دی اوحتی پرضددي نوله دی ټولوستونزو څخه څرګندیږی چې دافغانستان په چاروکې اوپه سیمیزو چاروکې سیاسي کارپوهانواوڅیړونکی په ښکاره اوبربنده توګه سره وایی که داوباما دولت د امریکا اوسنی سیاستونه اوپالیسی دافغانستان دریالسټیکو واقعیتونو سره سم یومتناسب بدلون رامنځته نه کړي ، دافغانستان هیوادبه  دامریکا دپاره یوبل ویتنام وي ،اوامریکايي ځواکونو اوسربازانوته افغانستان به بیا د شوروي دسره پوځ دځواکونو دبرخلک تکرارول  وي اولکه دشوروی ماته به دامریکا اودهغه دملګروماته  په دی هیواد کې دذهنه څخه لرې نه وي  .  

دافغانستان په هکله دنیویارک تایمزپه یوه لیکنه کې

نیټه: ۲۰۰۹.۳.۸

نیوریارک تایمز ولیکل : دامریکا جمهورئیس بارک اوباماد

افغانستان په جګړه کې دخپل هیواد پرماتی اوناکامی باندی اقراروکړ:

   دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه

       ژباړونکی:عزیزاحمدخوارمل

 د امريکا ولسمشر بارک اوباما د نيويارك ټايمز دورځپاڼي سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه  دمخالفینوسره په جګړه کې د دی هیواد امنیتی حالت د عراق په پرتله ډېر پيچلی دی

دامریکا جمهوررئیس بارک اوباما په دی مركې كې دافغانستان په جګړه کې  دخپل ځواکونوپرماتی او ناکامۍ باندی اقراروکړاود منځ لارو طا لبانوسره دخبرو اترو اوپخلاکیدودپاره دطالبانوڅخه یې بلنه وکړ               .
نوموړي وويل که څه هم امريکايي ځواکونو په عراق کې په بريالۍ توګه وسني  مذهبه وسله والو  ډلوته یې قناعت ور کړ، کوم چې د القاعدې سره يې ګډه مبارزه کوله، خو په افغانستان کې زيات قومونه خپل ځانګړي دريځونه لري ،په دی اړه ځينو امريکايي چارواکيو وړانديز وکړ چې امريکا بايد د ځينو طالبانو سره خبرې اترې وکړي . دامریکا جمهورئیس بارک  اوباما په دې هکله وويل :که څه هم دغه فرصت شته، خو د افغانستان امنیتی حالت لا هم ډېر پيچلی دی .

جمهور رئیس اوباما دافغانستان دحالاتو ويجاړی اواوسنی ناامنی یې  ،ددغه هیواد په دولت پورې وتړل اوتړاویې ورکړاوپه دی هکله بیایې  وویل :دافغانستان امنیتی حالات ډېرویجاړ دی  ځکه چې افغان دولت د خلکو داعتماد په را جلبولو کې ناکامه سویدی .
د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما وویل : په افغانستان كي امریکایی مېشت پوځي جنرالان په دې هڅه كي دي چي په طالبانوکې داهسي كسان ومومي چي د افغانستان ددولت سره وخبراترواودسولی وبهیر ته تيار وي .   
ولسمشر بارك اوباما وایي چي د دې کړنواودکار دسیستم  څخه په عراق كي هم كار اخيستل سوى  دی، اودوي وکولای سوای  چې  منځلاري مخالفين يې د القاعدې د سخت دريځو ډلوڅخه یې جلا كړل او دعراق  ددولت سره يې وسولي ته وهڅول .                
دامریکا جمهورئیس  بارك اوباما په دی اړه وایی، دامریکا دولت خپل دنوی پالیسی  اودلړ لیدله مخی دافغانستان ددولت او دمنځلارو طالبانو ترمنځ د خبراترودبهیر ملاتړ كوي.
تر دې مخکې د افغانستان ولسمشرکرزی او د ناټو مشر هم له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ كړى وو، خو دا لومړى ځل دی چي د امريكا ولسمشر بارک اوباما په ښکاره توګه د منځلارو طالبانو سره د خبرو موضوع مطرح کوي .              
همدارنګه په دی هکله  دطالبانو دوسله والو ډلی ویاند، دافغانستان د ولسمشرحامدكرزي د خوا د سولي غوښتنی اوپخلاینی وړاندیزته یی  غوڅ ځواب وركړىدی، اوطالبان وایی ترڅو چي بهرني ځواكونه په افغانستان كي وي، دوي دافغان حكومت سره خبري نه كوي .

برسېره پر دې، دامریکا ولسمشر بارک اوباما باور څرګند کړ چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه د دی هیواد څخه طالبان ليری کولای سي او په دغه هېواد کې روغې جوړې تر سره کېدای سي .

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال دبروکسیل په غونده کې د ناټووغړیوهیوادونوته یې په ټينګه وویل :

 

د امریکا د متحده ایالاتونو د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن دناټوو غړیوهیوادونو ته د۲۰۰۹ م کال  دمارچ دمیاشتی پرلسمه (۱۰.۳.۲۰۰۹)باندی وویل په افغانستان کی مخ په ویجاړیدونکی امنیتی حالت د ناټو د هر غړی هیواد امنیت دګواښ سره مخامخ کوي  .                 
بایډن په بروکسیل کې د ناټو د( ۲۶ )شپږویشتوغړیو هیوادونو د استازو غونډی ته د وینا په مهال په ټينګه سره وویل : افراطی  بنسټ پال یو ځل بیا په افغانستان او پاکستان کی ځانونه سمبالوی : ددغه ځایه القاعده او بنسټ پال  متحدین یی یو ځل بیا د نړی د خلکو ، د افغانستان، پاکستان، هند ، متحده ایالاتونو ، اروپا او استرالیا پر ضد د نویو بی رحمیو دپاره ځانونه سمبالوی  .   
د امریکا د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه : واشنګټن غواړي د سیمی څخه د ترهګرود ګواښونو د لیری کولو په کار کې د خپلو اروپایی متحدینو سره د نږدی څخه کار وکړی.
ده وویل :جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان پراستراتیژی  اوپالیسی باندی د سره غور کوی . ده افغانستان ته د نورو ۱۷ زرو سربازانو د استلو امر کړی دی  اود اروپایی متحدینو څخه هم غواړي چې ودی هیواد ته دی نور ځواکونه  واستوی  ./                

 

  


بالا
 
بازگشت